به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

داسلامې حكومت اساسي اصول

سال

: 2020.09.26

ګروه ها

: حقوق

قیمت

: 1000

تعداد صفات

: 69

کد فایل

: 321

مقطع

: لیسانس

 سریزه: دالله جل جلاله حكمونه او قوانين دكوم خاص فرد او يا ځانګړي ډلي او قوم دغوښتنو تابع نه دي بلكي دټول بشريت دمصلحت او ښيګڼو په بنسټ ولاړ دي ، ددنيوي او اخروي ژوندانه ښيګڼي دالهي نظام په پيروۍ پوري تړلي دي ځكه چې دادژوند يو نړيواله او هر اړخيزه تګلاره ده . ددي بشپړ  او پاك نظام داصولو سرچينه الهي وحي او رسالت دى رسول او نبي دالله جل جلاله باوري نماينده او سفير دى ، دنبوت دپاي ته رسيدو نه وروسته ، اوس داسلامي نظام دتشريعي قوانينو ماخذ قران او سنت دي او پدي دواړو ماخذونو كې دژوندانه دهر اړخ دپاره اصول ، احكام او لارښووني شته دي هيڅ كله داسي تصور او خيال هم نه پيداكيږي چې الله جل جلاله دخپلو سپيڅلو انبياؤ عليه السلامو پواسطه يوازي دعقيدې او عباداتو احكام خپل مخلوق ته راليږلي او اجتماعي، اقتصادي ، سياسي او تمدني احكام ئي نوي راليږلي .هغه خلك چې داډول تصور كوي نو هغوۍ يا خو په اسلام پوره باور نه لري او يا هم په دي هكله كمه پوهه لري . دين او سياست دتاريخ په اوږدو كې دبشري قومونو او قبيلو تر منځ دډيرې مهمې موضوع په حيث ګڼل شوي چې يو شمير ئي ددين او سياست په جداوالى ټينګار كړى او يوې برخې هم ددواړو په نږدي والي تاكيد كړى دى او دغه بدلونونه او انقلابونه چې دبشر په تاريخ كې رامنځ ته شوي په مستقيم او يا غير مستقيم ډول په نوموړې موضوع كې داختلاف نه سرچينه اخيستي ده چې په نتيجه كې ئې ولسونه له منځه تللي ، تمدونونه ړنګ شوي او نوى ټولنى رامنځ ته شوي دي ، كوم بدلونونه چې ديهودو او نصاراؤ په تمدن كې رامنځ ته شوي دى يا كوم انقلابونه چې په دې وروستيو وختو كې په اروپا كې راڅرګند شوي يا كوم تمدن او نوي ټولنه چې اسلام بشر ته ډالۍ كړي او يا كوم انحطاط چې اوس مسلمانان پكې اوسيږي دا ټول ددين او سيات په هلكه دفكر زيږنده ده چې كفار هغې ته په كوم نظر ګوري اومسلمانان ئې په كوم نظر ګوري. پدې كې شك نشته چې دنړۍ استكباري ځواكونو ددين او سياست مسله دځان په ګټه دبهترينې وسيلې په توګه تفسير كړي او له هغي نه يې دولسونو په ځپلو، دتمدونونو په ړنګولو او دهيوادونو په استعمار كې ګټه اخيستې ده . اسلامې نړۍ چې په يو وخت كې ئې ټولنې ته دخير رسوني او سوكالۍ په لار كې دبشر دسيادت وياړ خپل كړى وه ولي متاًسفانه دوخت په تيريدو سره مسلمانان ديهودو او نصاراو دشديد فكري او تبليغاتي تهاجم او حملې لاندې راغلل او دهغوۍ دناروا توجيهاتو او دحقايقو په سرچپه ښودلو سره داسلام يو زيات شمير بچيان دهغوۍ دباطلو او ناسمو عقايدو او خبرو تر اغيزي لاندې راغلل او ددين څخه دسياست دجلاوالي مسلي داسلامې ټولنې په ذهنيت كې داسې ځاي ونيو چې ګويا اسلام دټولنې په ښه او بد پورې كار نه لري او دين دجمات دكونج او سياست دهغه ويني څښونكى او بي رحمه سياست والو په برخه رسيدلى چې څه ډول ئې زړه غواړي هغسي حكومت دې وكړي پداسي حال كې چې اسلام يو كامل، شامل او هر اړخيز دين دى او داسلام په مبارك دين كې دين او سياست يو دبل سره نږدي اړيكې لري.

.

 لړلیک

سريزه    1

عمومي معلومات 4

لومړى فصل

داسلامي حكومت پيژندنه

لومړى مبحث داسلامي حكومت تعريف ، موضوع او غرض    4

لومړى جز : داسلامي حكومت تعريف       4

دويم جز :داسلامي حكومت موضوع         6

دريم جز : داسلامي حكومت غرض           6

دويم مبحث داسلامي دولت او حكومت اهميت     6

دريم مبحث داوسنيو حكومتونو او اسلامې حكومت پرتله     7

دويم فصل

دمدينې منورې لومړني اسلامي رياست ته لنډه كتنه

لومړى مبحث درسول الله صلى الله عليه وسلم خلافت او سياست او دجمعي لومړۍ خطبه    11

دويم مبحث دراشده خليفه ګانو اسلامي حكومت ته ځغلنده كتنه    13

لومړى جز: اسلامي حكومت دصديق اكبر رضي الله عنه په زمانه كې           14

دويم جز : اسلامي حكومت دحضرت عمر فاروق رضي الله تعالى عنه په دور كې        15

دريم جز : اسلامي حكومت دحضرت عثمان رضى الله عنه په دور كې           16

څلورم جز:اسلامي حكومت دحضرت علي رضى الله عنه په دور كې  18

داسلامي حكومت اساسي اصول  20

دالهي حاكميت پيژندنه او تعريف 20

لومړى مبحث     21

الهي حاكميت دقران او حديثو په رڼا كې  21

لومړى جز : دالهي حاكميت په هكله قراني ايتونه  21

دويم جز : دالهى حاكميت په هكله نبوي احاديث  24

دويم مبحث الهى حاكميت دسليم عقل په رڼاكې  25

شورى   27

دشورى تعريف ، اهميت اوحکم    27

لومړى جز :        27

دشورى لغوي او اصطلاحي تعريف 27

دويم جز : دشورى اهميت           28

دريم جز : دشورى حکم  30

لومړي جز : دشورى ډولونه          32

دويم جز : دشورى دغړيتوب شرطونه         34

دريم جز :  په شورى کې دغير مسلمو نماينده ګي  39

څلورم جز : په نبوي دور کې دشورى تاريخي غونډې          39

دريم فصل

بيعت اودخليفه صفات

لومړي مبحث : دبيعت لغوي او اصطلاحي تعريف   43

دويم مبحث : دبيعت حکم دقران او حديثو په رڼاکې          44

دريم مبحث : دراشده خلفاؤ سره بيعت     45

لومړي جز : دحضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه  سره بيعت           45

دويم جز : دحضرت عمر فاروق رضى الله عنه سره بيعت      46

دريم جز : دحضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه  سره بيعت          47

څلورم جز : دحضرت على رضی الله عنه  سره بيعت 48

څلورم مبحث :دخليفه صفات ، حقوق او وجايب     48

لومړى جز : دخليفه صفات          48

دويم جز : دخليفه حقوق ( ددولت درئيس حقوق ) 52

دريم جز : دخليفه مسؤليتونه او وجايب     53

څلورم فصل

وزارت

لومړى مبحث : دوزارت تعريف  او ډولونه    54

لومړى جز : دوزارت تعريف           54

دويم جز : دوزارت ډولونه 55

دويم مبحث : دوزارت مشروعيت دقران اوسنتو له نظره        56

دريم مبحث : دمحمد صى الله عليه وسلم وزيران   57

پنځم فصل

قضاء

لومړى مبحث : دقضاء پيژندنه او دمشروعيت دلايل 58

لومړي جز : دقضاء پيژندنه           59

دويم مبحث : دقضا شرعي حکم  61

دريم مبحث : دقضا اهميت         61

نتيجه ګيري       63

ماءخذونه          65

 

منابع:

١- احمدزئ ، پوهنمل زاهدي . داسلامي حکومت بنسټونه . پاکستان ، پيښور . ددانش خپروندويې ټولنې تخنيکي څانګه ، دچاپ کال : ١٣٨٧ هــ ش .

٢- احمدزئ ، پوهنمل زاهدي . اسلامي سياسي نظام او جمهوريت . پاکستان  ، پيښور . ددانش خپرونديې ټولنې تخنيکي څانګه ، دچاپ کال : ١٣٨٣ هــ ش  .

٣- انصاري ، مولا نا حامد . داسلام حکومتي نظام ، ژباړه : ق – ح  (( صافى )) . پاکستان ، پيښور . دپيغام خپروندى مرکز ، دچاپ کال : ١٤٣٠ هــ ق .

٤- رحماني ، پوهندوى مولوي محمد شريف . اسلامي سياست پوهنه . خپرونديه اداره : دافغانستان دټولنيزې اصلاح او پرمختګ ټولنه ، دچاپ کال : ١٣٨٧ هــ ش .

٥- سياف ، پوهاند عبدالرب رسول . اسلام اوسياست . دچاپ کال : ١٣٨٠ هــ ش .

٦- سياف ، پوهاند عبدالرب رسول . دين ودولت يا اصول اساسى نظام سياسى اسلام . دچاپ کال : ١٣٨١ هــ ش .

٧- فقير عبدالباقي حقاني . السياسة والادارة الشرعيه ، لومړ ي ټوک . خپروندويه اداره : المکتبة الحقانيه للعلوم الشرعيه السياسه ، دچاپ کال : ١٤٢٧ هــ ق .

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059